د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشري پلاوی ننګرهار ولایت ته تللی دی. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه پلاوي نن د ننګرهار او کنړ ولايتونو په یو شمېر سرحدي ولسواليو کې د خدماتي پروژو د پيل او عملي چارو د ترسره کولو په موخه مشورتي ناسته هم ترسره کړې ده. په دې مشورتي ناسته کې د سرحدي خدماتو مرکزي کمېټې استازو او د یادې کمېټې تخنیکي غړو ګدون کړی وو. ناسته کې د سرحدي پلټنو مرستیال فرضي کرښې ته څېرمه ولسواليو کې د خدماتي پروژو د پلي کېدو په څرنګوالي خبرې وکړې او د مرکزي کميټې غړو ته یې دنده وسپارله، ترڅو د پروژو د عملي کارونو لپاره لاس په کار شي. سرچینې ویلي، چې یادې پروژې به د ننګرهار په اچين، دور بابا، لعلپوره، مومندره او خوګياڼو ولسوالۍ کې د څه باندې ۷۱ ميلیونه افغانيو په لګښت پلې شي.