د افغانستان اصلي رسنيز پلاوي د اپرېل په ۲۷مه نېټه چين ته د سفر په درشل کې د یي وو نړیوال سوداګریز مرکز او د يي وو – اروپا اورګاډي سټیشن څخه لیدنه وکړه.دغه پلاوي او د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ځواک یې له نږدې احساس کړ.
د یي وو نړیوال سوداګریز مرکز هره ورځ د ډېرو بهرنيو سوداګرو کوربه وي. بهرني سوداګر په دغه سوادګريز مارکېټ کې توکي انتخابوي او له چيني سوداګرو سره د خپلمنځي همکاريو په تړاو خبرې کوي. د یي وو نړیوال سوداګریز مرکز د نړیوال سوپرمارکیټ په نوم هم یادیږي.یي وو ښار د ” کمربند او لارې” پرغاړه يو ډېر مهم ځای دی، د نړۍ له څه باندې ۲۳۰ هېوادونو او سیمو سره سوداګریزې اړیکې لري او یوه داسې نړیواله تجارتي شبکه يې جوړه کړې، چې افریقا، منځنی ختیځ، جنوب ختیځه اسیا، مرکزي اسیا او لاتیني امریکا يې تر پوښښ لاندې راوستلي دي.د یي وو په نړیوال سوداګریز مرکز کې نږدې ۱۵۰۰۰ شرکتونه د چین- اروپا بار وړونکو اورګاډو له لارې صادرات او واردات کوي. د يي وو- شينجيانګ – اروپا اورګاډو، چې د پيل ځای یې د يي وو ښار دی، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د مرکزي اسیا او اروپا څه باندې ۵۰ هېوادونو ته له ۶۳ زرو ډېر کانټینرونه لیږدولي دي.
د تېر کال د اکتوبر په ۳۱مه نېټه د چین او افغانستان ترمنځ مستقیم بار وړونکي اورګاډي تګ راتګ بيا پيل کړی، چې د دواړو هیوادونو اقتصادي او سوداګریزو اړيکو ته یې قوي باور برابر کړی دی.