د چين د مطبعې پلاوي د اپرېل په ۲۷مه نېټه د ابوظبي د کتابونو په ۳۴م نړيوال نندارتون کې يو لړ کلتوري تبادلوی فعاليتونه تر سره کړي چې پکې د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي.
د معلوماتو له مخې د چين د ښوونې د مطبعې او ميډيا ګروپ او د ژن مين د مطبعې ټولنې په شمول د مطبعې يوولس ارګانونو پکې ګډون کړی او عربي نندارچيانو ته يې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ په تړاو د کتابونو په شمول زر ډوله کتابونه وړاندې کړي دي.
په همدې ورځ ياد پلاوي د چين او عرب د ښوونې او مطبعې د تبادلوي غونډې او د حطاطۍ په تړاو يو لړ کلتوري فعاليتونه هم تر سره کړي دي.