د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۲۸مه نېټه د برازيل په ریو جانیرو کې د برېکس هېوادونو د خارجه وزيرانو په مباحثوي ناسته کې د څواړخيزتوب او د څو اړخيزې سوداګرۍ د مقرراتو په اړه د چين دريځ بيان کړی.
وانګ يي ويلي، چې اوسمهال د څواړخيزې سوداګرۍ د مقرراتو خونديتوب تر ټولو بېړنی او مهم کار دی. ده زیاته کړې چې امريکا په تېر اوږد وخت کې له ازادې سوداګرۍ څخه ډېرې ګټې تر لاسه کړې، خو اوس د ګمرکي تعرفو په وسيله له بېلابېلو هېوادونو څخه د امتیاز په لټه کې ده.
نوموړي دغه راز ویلي چې که نړیوال مصلحت غوره کړي او د امریکا غوښتنو ته تسلیم شي، نو زورزياتی به نور هم سخت شي.
هغه ټینګار کړی چې د برېکس هېوادونه بايد په ګډه له هر ډول پروټېکشنيزم سره مبارزه وکړي، د څواړخيزې سوداګرۍ نظام چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان تر لار ښوونې لاندې او د دغه سازمان مقرراتو پر بنسټ جوړ شوی باید خوندي وساتل شي او پر اصلي اصولو يې ټينګار وکړي، څو د سوداګري لا آزاده او آسانه شي.