د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل په ۲۸مه نېټه د برازيل په ریو جانیرو کې له خپل روسي سيال سېرګې لاوروف سره ليدنه کړې.
وانګ يي ويلي، چې په دې وروستيو کې په نړيوال وضعيت کې ځينې بدلون رامنځته شوي. د هغه په خبره، په اوسني عصر کې بدلون عادي دی، خو د چين او روسيې ترمنځ متقابل اعتماد او ملاتړ به بدلون ونه مومي او تلپاتې به وي.
هغه ویلي چې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ولاديمير پوتين ستراتيژيکې لارښوونې تل د چين او روسيې د لوړې سويې د اړيکو اصلي تضمين دی. ده زیاته کړې، چې دواړه خواوې بايد ګډه هڅه وکړي، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډه موافقه پلي کړي او په بېلابېلو برخو کې برياليتوب رامنځته کړي.
لاوروف ویلي، چې روسيه او چين بايد له بدلېدونکې نړۍ سره په مخامخ کې خپلمنځي تګ راتګ زيات کړي او هيله يې ښودلې، چې هېواد يې غواړي له چين سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي.