د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون مشر شي جین پينګ د اپریل په ۲۹مه نېټه له شانګهای څخه د لیدنې پر مهال پر دې ټینګار وکړ، چې شانګهای د ټکنالوژۍ نوښت د نړیوال مرکز دنده پر غاړه لري.
ده ویلي چې شانګهای باید د ګټورو فرصتونو په کارولو سره د دولتي ستراتيژۍ د عملي کولو ترڅنګ ټنکالوژيکي نوښتونه وهڅوي او د سترو چارو لارښوونې دې وکړي، څو په نږدې وخت کې د ټکنالوژيکي نوښت په اړه نړیواله اغېزه لرونکی ډګر وګرځي.
شي جين پينګ په همدې ورځ د شانګهای ښار د (( موسو کونجیان)) په نوم د مصنوعي ځیراکتیا موډلونو د روزنې له صنعتي سیمې څخه لیدنه کتنه وکړه. تر اوسه په دغه سیمه کې څه باندې سل تصدۍ میشتې دي.
شي جين پينګ له دې سیمې څخه د لیدنې پر مهال د مصنوعي ځیراکتیا چارو د پرمختګ هڅونې په اړه د ځايي ارګان کوښښونه او بریالیتوبونه ستايي او غوښتنه یې کړې چې شانګهای دې د اړوندو تجربو په لټولو سره د څېړنې هڅې زیاتې کړي او د ځیراکتیا د پرمختګ او ادارې په برخو کې نمونه جوړه کړي.