د سولې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره پر اصولو او کړنلاره د بحثونو درېیمه اونۍ پیل شوې، خو لا هم توافق نه دی شوی. که څه هم دواړه لوري د مثبتې فضا او پرمختګونو خبرې کوي، خو واقعیت دا دی چې پر مختګ لږ دی او لا هم جدي او اساسي مسایل شته چې پرې د دواړو اړخونو تر منځ پراخ اختلاف دی. داسې تمه هم نه کېږي چې دا اختلاف به ژر حل شي او د بین الافغاني خبرو پیل ته به لاره هواره کړي.
که واټن همداسې وي او کوم مهم بدلون را نه شي، نو پر هوکړه او اصولو توافق به ډېر وخت ونیسي او بیا به بین الافغاني خبرې هم اوږدې او لانجمنې وي. په دې ډول خبرې له میاشتو کلونو ته اوړي. د افغانستان خلک غواړي چې دا ستونزه په څو میاشتو کې حل شي، ځکه چې د جګړې دوام هره ورځ د بېګناه وګړو ژوند اخلي او له بله اړخه اوږدېدل یې د ماتې وېره هم زیاتوي او که په سیمه، نړۍ او افغانستان کې حالت بدل شي، نو بیا به د سولې دا چانس هم ضایع شوی وي.
اصلي ستونزه دا ده چې دواړه اړخونه لا هم هغسې دریځ نه لري چې د سولې لپاره یې اړتیا لیدل کېږي. طالبان د فتحې ذهنیت لري او خبرو ته د واک د لېږد د یوې پروسې په سترګه ګوري چې بیا به پکې دوی پر نورو افغاني اړخونو احسان کوي او په واک کې به یې هغسې شریک کوي چې دوی یې غواړي. له بله اړخه حکومت فکر کوي چې طالبان به ورته تسلیمېږي او د اساسي قانون په ګډون به د تېرو اتلسو کلونو په اصطلاح لاسته راوړنې مني. همدا چې طالبانو اساسي قانون ومانه، د اشرف غني واکمني یې د یوې ورځې لپاره هم ومنله او د تېرو اتلسو کلونو په حاکمو ارزښتونو کې یې کوم بدلون را نه وست، دا له تسلیمۍ پرته بله مانا نه لري او حکومت همدا غواړي. له همدې امله د دواړو اړخونو تر منځ واټن زیات دی او همدا چاره پر کړنلاره او اصولو د توافق په برخه کې هم د خنډ سبب شوې ده.
اوس دوې لارې شته؛ یا خو به دواړه اړخونه خپل دریځونه نرموي، د مقابل لوري د تسلیمۍ او فتحې له فکره به را وځي او د سولې فکر به خپلوي. یا به هم بیا امریکا فشار راوړي او دواړه اړخونه به تنازل یا یو اړخ به د بل لوري د ډېرو غوښتنو منلو ته اړ باسي. د اوس لپاره دا لرې ښکاري چې دواړه اړخونه به له خپلو دریځونو پخپله تېر شي، خو د امریکايي فشار احتمال شته. که څه هم امریکايي اړخ اوس د مسوولیت احساس نه کوي او فکر کوي چې دوی خپل کار کړی او جګړه یې له خپله اړخه ختمه کړې ده، خو د امریکا ګټو ته په پام سره به امریکا حتمي مداخله کوي او فشار به یې د دریځونو د بدلون سبب ګرځي.
خو د امریکا له فشار وړاندې دواړو اړخونو ته پکار ده چې خپله د سولې دریځ خپل کړي. د مقابل لوري د تسلیمۍ فکر پرېږدي او پخپله د سولې له دې چانس څخه ګټه واخلي. په دې ډول به هم افغاني ګټې خوندي شوې وي او هم به له تاریخي ملامتۍ خلاص وي. که دوی دا کار نه کوي او د امریکا په فشار یې کوي، نو افغانستان به زیان کوي او تاریخ به هم د دوی په اړه خپل قضاوت ولري.