د اسټرالیا او نیوزیلنډ ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ، په دویمه شل اوریزه لوبه کې اسټرالیا لوبډلې نیوزیلنډ ته د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. په دې لوبه کې لومړی توپ وهنه د نیوزیلنډ ښځینه لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۲۹ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې یې د اسټرالیا لوبډلې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې د ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. د لوبې غوره لوبغاړې پکې سوپي مولوینکس شوه چې د ۱۷ منډو په بدل کې یې ۲ ویکټې ترلاسه کړې. دا چې تردې وړاندې لومړی لوبه هم د اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډلې ګټلې وه؛ نو په همدې اساس یې د ۲ لوبو په ګټلو سره دا د دریو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ په خپل نوم کړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به ورستۍ شل اوریزه لوبه د روانې سیپټمبر میاشتې په ۳۰ مه نیټه ترسره شي او له هغې ورسته به د یادو لوبډلو ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ د اکتوبر میاشتې په ۳ دریمه نیټه پیل شي.