د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی او هلته له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې پر پروسه او په دې پروسه کې د پاکستان پر رول او مرسته خبرې کوي. عبدالله پرون د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم کتلي دي. د مصالحې عالي شوار وايي چې عبدالله په افغانستان کې د تاوتریخوالي او سراسري اوربند په تړاو د پاکستنا د لومړي وزیر عمران خان د خبرو هرکلی هم کړی دی.
د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې د پاکستان رول مهم دی، خو دا رول له دې امله نه دی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي او له همدې امله یې له دې پروسې سره مرسته کړې ده. په تېرو کلونو کې چې امریکا غوښتل افغانستان د یو نظامي دهیلز په توګه وکاروي او په افغانستان کې جګړه وي، نو پاکستان د امریکایانو په غوښتنه په افغانستان کې له جګړې او نا امنۍ سره مرسته کوله، خو کله چې د امریکا دریځ بدل شو، ورسره د پاکستان تګلاره هم بدله شوه. له هغه وروسته چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د کمولو یا بدلولو او یا هم د سولې پرېکړه وکړه، پاکستان هم د امریکا د ستراتېژۍ په عملي کولو کې د تل په شان مرسته وکړه. که پاکستان پر طالبانو فشار راوست، که یې ملا برادر پرېښود، که یې د پاکستان له هوايي ډګرونو طالب استازو ته اجازه ورکړه چې قطر ته ولاړ شي، دا ټول یې د امریکا په امر او غوښتنه وکړل. پاکستان پخوا هم له امریکا سره د معاملې پر اساس په افغانستان کې تګلارې ټاکلې او عملي کولې او اوس هم د امریکا د تګلارو د عملي کوونکي په توګه مرسته کوي.
د افغانستان حکومت او طالبان دواړه باید د پاکستان دا دریځ درک کړي. که حکومت فکر کوي چې پاکستان به د امریکا له خوښې پرته د افغانستان له حکومت سره د معاملې یا مرستې لپاره د سولې په برخه کې کوم ګام واخلي، دا لویه تېروتنه ده. همداسې که طالبان هم فکر کوي چې د دوی او پاکستان معامله ټاکونکې ده، دوی هم تېروتنه کوي، ځکه چې پاکستان که له طالب سره دښمني کړې او که یې دوستي دواړه یې د امریکا په غوښتنه کړي دي او له دې وروسته به هم همدا کوي. له همدې امله دواړه اړخونه باید له پاکستان سره په چلند کې احتیاط وکړي، ځکه چې پاکستان غواړي د هغه څه په بدل کې هم له افغان حکومت او هم طالبانو امتیاز واخلي، چې دوی یې د امریکا لپاره کوي.
له بده مرغه د افغانستان حکومت په همدې ناسم پوهاوي کې را ګیر دی. پخوا هم ولسمشر غني پاکستان ته یو اړخیز امتیازات ورکړل، خو پاکستان له تشو ژمنو ور هاخوا ورسره هېڅ ونه کړل. اوس که ډاکټر عبدالله او یا حکومت هم له پاکستان څخه څه غواړي، پاکستان به یوازې هغه څه کوي چې د امریکا غوښتنه وي، خو که د حکومت او امریکا غوښتنه یوه وي، نو پاکستان به هغه کوي او له دواړو به امتیاز اخلي. له همدې امله حکومت او طالبان دواړه باید له پاکستان سره په چلند کې احتیاط وکړي او دا درک کړي چې پاکستان هر څه د امریکا په غوښتنه کوي.