خلیلزاد یو ځل بیا د ټاکنیز کړکېچ د هوارېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي په تازه ټوېټ پیغامونو کې پر ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله غږ کړی چې خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي. دده په خبره کرونا ویروس وژونکی ګواښ رامنځ ته کړی دی او ددې وخت دی چې دواړه لوري خپلو خلکو او هېواد ته لومړیتوب ورکړي. نوموړي تر دې وړاندې هم د دواړو لورو ترمنځ د جوړجاړي د رامنځ ته کېدو هڅه کړې ده. په ورته وخت کې رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي چې خلیلزاد په مکرره توګه د دواړو لورو ترمنځ په ناسته ولاړه بوخت دی او هڅه کوي ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني یوه جوړجاړي ته ورسوي، خو تر اوسه یې هڅې ناکامې دي.