شهید موسی شفیق د افغان روښانفکرۍ او معاصر فکري تاریخ نوموتې څېره ده. ستر خالق پر شفیق سیاسي بصیرت، دیني پوهه او تقوی پېروز کړې وه.
هغه عرفان، حنفي فقه او د بخارا او سمرقند تجربې او د لوېدیځې نړۍ سیاسي زده کړې داسې سره ترکیب کړې، چې په پایله کې یې پر سیاسي او ټولنیزه منځلارې څېره بدل شو او د ډېرو افغاني سیاستوالو په څېر د افراط او تفریط ښکار نه شو. نه سلفیت او نه هم د وهابیت په لومو کېښوت، او نه هم دودیزو خرافاتو ته پاتې شو. نوموړی د اسلامي، شرقي او غربي پوهې یو عظیم ترکیب دی او عمیق فکر یې د متفاوتو زده کړو او تجربو نتیجه ده.
هغه اشرافي ريښې نه درلودې، مګر پر افغانستان کلک باور او د وطن د خدمت کلک هوډ د سیاست لوړو ته ورساوه. هغه د افغانستان په سیاسي اډانه کې درې میراثه پرېښي دي: د وطن د مالکیت احساس، د وطن محوره فکر او عمل. نوموړی باوري و چې همدا درې میراثونه کولای شي افغانستان له سیاسي بدمرغیو راوباسي. هغه د اسیا په مدرسه کې استاد و او غوښتل یې چې د سیمې تحولاتو ته د افغانستان له ادرسه ځواب پيدا کړي. نوموړي هیله درلوده چې افغانستان په سیخه لار روان کړي، خو د حاکم وخت عجولانه پرېکړو او افغانستان ته د زبرځواکونو ناکاره ارادو د شفیق ملي هیلې مړاوې کړې.
ان ویل کېږي چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل یو لامل د موسی شفیق پروګرامونه وو، که شفیق او پاچا دواړه پاتې وی، بیا نو روسانو او د دوی پلویانو دا وخت نه شوای پيدا کولی، چې پر افغانستان برید وکړي.
شفیق هیله درلوده چې سیاسون د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي، هغه غوښتل چې د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست پر تحرک راولي. هغه د تقابل پر سیاست باور نه درلود او هڅه یې کوله چې د هیواد د پرمختګ او سیاسي ټيکاو لپاره له سترو زبرځواکونو لکه روسیې او امریکا سره فلسفي تفاهم ته ورسېږي. له ګاونډیانو سره د مشترکو ګټو درک هغه مسئله وه، چې شفیق پرې باور درلود، په همدې موخه یې پر ډېرو فشارونو سربېره، له ایران سره د هلمند اوبو په اړه سخته؛ خو بریالۍ معاهده وکړه.
شفیق څو بعدي شخصیت درلود او د خپل فکري انسجام په برکت یې د افغانستان لپاره لوی کارونه وکړل. شفیق پر ولسواکۍ کلک باور درلود او د ولسواکۍ د تحقق لپاره د نوموړي کلک هوډ او هڅې د دې لامل شوې چې د اساسي قانون او ډیموکراسۍ په لسیزه کې د یو اغېزناک شخص په توګه مطرح شي.
جنایتکارانو موسی شفیق ترور کړ او افغان ملت یې د نوموړي له معتدله او منځلارو علمي او سیاسي پروګرامونو څخه بې برخې کړ. شفیق داسې مهال له افغان ملت څخه واخیستل شو، چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره یې د هیلو تازه غوټۍ پرانیستل شوې وې. نوموړي د هیواد په کچه له ملي مسئلو سره عقلاني برخورد کاوه او همدې ټکي باوري کړی و، چې هڅې به یې افغانستان ته سیاسي ثبات ور وبښي.
د شهید موسی شفیق د شخصي ژوند، زده کړو، کاري تجربو او د هیواد په اړه د هغه له پروګرامونو په همدې کتاب کې ډېر څه زده کولای شی.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.