د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس وېلز له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله غوښتي چې ټاکنیز اختلافونه پای ته ورسوي او پر سوله تمرکز وکړي. دې ویلي چې روانو ټاکنیزو جنجالونو پر سوله سیوری غوړولی دی او افغان حکومت نه دی توانېدلی چې له طالبانو سره مذاکراتي پلاوی چمتو او اعلان کړي. دې ویلي افغان مشران باید ملي یوالي ته لومړیتوب ورکړي او ساتنه یې وکړي. نوموړې ویلي موازي حکومتونه نه یوازې دا چې د افغانستان ستونزه نه شي حل کولای، بلکې لا ستونزې زېږولی شي. له دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم له ولسمشر غني او عبدالله غوښتي و چې خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړي او ټاکنیز جنجالونه پای ته ورسوي.