ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي او سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د دایکندي ولایت پر وروستۍ پېښه غبرګون ښودل شوی دی. په اعلامیه کې راځي چې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماین ملکي وګړي وژلي دي او ددغه ډول کړنو دوام د مذاکراتو له روحیې سره په ټکر کې دي. ولسمشر غني پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او سولې ته خپله ژمنتیا وښيي. نوموړي ویلي طالبانو ته په کار ده چې د افغانانو غوښتنې ومني، له جګړو لاس واخلي، خبرو ته ادامه ورکړي او د عامو وګړو وژل ودروي. دده په خبره افغان حکومت سولې ته ژمن دی او طالبانو ته هم په کار ده چې د بریدونو او عامو وګړو په وژلو سره د سولې په لار کې خنډ جوړ نه کړي.