د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي وایي د ديپلوماتانو کمول او زیاتول یا ځای پر ځای کول په ديپلوماتیکو مسایلو کې عادي خبره ده. دده په وینا د ديپلوماتانو کمول او زیاتول د ديپلوماتانو د ایستلو په مانا نه ده. موسوي همدا راز ویلي چې له افغانستان سره ښې او تاریخي اړیکې لري او وخت پر وخت ددغه اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي. په ورته وخت کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد هم د ديپلوماتانو د ایستلو په اړه څه نه وایي خو په وینا یې له ایران سره ښې اړیکې لري او په دې اړیکو کې کومه ستونزه نشته ده. تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي چې د افغان او ایراني حکومت ترمنځ په اړیکو کې ستونزې پیدا شوې دي او دواړو لورو د یو بل ځینې ديپلوماتان له خپلو هېوادونو ایستلي دي.