افغان حکومت وایي د بندیانو د خوشي کولو په مسئله کې ددوی په موقف کې کوم بدلون نه دی راغلی. د ملي امنیت شورا د سلاکار د دفتر ویاند نن په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي دوی د ولسمشر فرمان ته درناوی لري او په هغه فرمان کې راغلي، طالب بندیان هغه مهال خوشي کېږي چې د جګړې کرښې ته د نه ستنېدو په اړه یې تضمین ورکړل شي. د فیصل په وینا تر هغه چې طالبانو جګړه نه وي درولې، افغان وژنه یې نه وي درولې نو بندیان به یې هم نه خلاصېږي. دده په وینا باید واضح تضمین موجود وي چې له بندونو خوشي کېدونکي طالبان بېرته د جګړو کرښو ته نه ګرځي. تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد ویلي وو، چې د بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی او طالبان او حکومت باید د بندیانو د خوشي کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.