لا هم د بین الافغاني خبرو لپاره پر کاري اصولو او کړنلاره توافق نه دی شوی. په خبرو کې ستونزې او ځنډ به ددې لامل شي چې د امریکا مداخلې ته لاره هواره شي او هغوی به مداخله وکړي. اوس به پرمختګ وشي، خو بیا بیا به خنډ او ځنډ رامنځ ته شي او امریکا به یې د له منځه وړلو لپاره بیا بیا مداخله وکړي. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې دا خنډ او ځنډ به تر کله وي او څنګه به حل کېږي؟ د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو شنونکي؛ حکمت الله حکمت او نصرت الله حقپال. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.