د قطر د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د افغان سولې مذاکراتو کې دوی بې طرفه دي او په دې بهیر کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي. ددغه پلاوي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د پلاوي مشر معصوم ستانکزي د قطر د ملي امنیت له سلاکار، د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلی دي. د قطر د ملي امنیت سلاکار محمد بن احمد المسند په دې لیدنه کې ویلي، د مذاکراتو له کوربه توب څخه د قطر دولت موخه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راتګ دی. ده د افغانستان د سولې مذاکراتو د ګټور مخته تګ لپاره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی. نوموړي د مذاکراتو په جریان کې د قطر له لوري د بې طرفۍ د اصل پر اختیار ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد دولت به د مذاکراتو په بهیر کې پر مطرح شوو مسایلو نظر څرګند نه کړي او د بهیر د دوام ملاتړ کوي.