اسټرالیا دغه هېواد ته د بهرنیانو پر ورتګ بندیز لګولی دی. د راپورونو له مخې، دغه هېواد دا پرېکړه د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه کړې ده. د اسټرالیا لومړي وزير سکاټ موریسن نن رسنیو ته په خبرو کې وویل چې د جمعې په ورځ له ۹ بجو وروسته هیڅ کوم بهرني ته باید دغه هېواد ته د ورتګ اجازه ورنکړل شي. په اسټرالیا کې تر اوسه پورې د کرونا ۶۰۰ مثبتې پېښې ثبت او ۶ کسه مړه شوي دي. نوموړي زیاته کړې، که څه هم د نورو هیوادونو په پرتله په اسټرالیا کې په یاد ویروس د اخته کسانو شمېر کم خو د اندېښنې وړ دی نو باید تر مخه د دې ناوړه ساري ناروغي پر وړاندې اړین تدابیر ونیول شي.