د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د کرونا ویروس پر وړاندې د غربي هېوادونو منفي او ناسم چلند د دې ناروغي د پراخېدو سبب شوې ده او دا چاره به په نړۍ کې د دې ناروغي د لا پراخېدو سبب شي. د روسیه الیوم خبري شبکې د راپور له مخې، اردوغان دا څرګندونې په پلازمېنه انقره کې له کرونا ناروغي سره د مبارزې په اړه د خپلې کابینې تر غونډې وروسته خبریالانو ته کړې دي. نوموړي زیاته کړې، که له دې ناروغي سره جدي، پیاوړې، اغېزمنه او پر وخت مبارزه ونشي نو نه یوازې د ټولنیزو بلکې د سیاسي او اقتصادي بنسټونو ثبات هم له ګواښ سره مخ کولی شي. اردوغان ویلي، هېواد یې له دې ناروغي سره د مبارزې لپاره اړین تدابیر نیولي او په خبره یې، له کرونا سره تر ټولو اغېزمنه مبارزه فردي تدابیر دي او هر تن باید له دې ناروغي څخه د ځان او ټولنې ژغورلو لپاره لاس په کار شي او وقایوي روغتیایي سپارښتنې عملي کړي. هغه پر خپلو هېوادوالو غږ کړی دی چې د امکان تر حده دې له خپلو کورونو نه راوځي.