د کویټ امیر شیخ صباح احمد جابر صباح په ۹۱ کلنۍ کې له څوارلس کاله حکومت وروسته ومړ. هغه کلونه مخکې د رایو په اکثریت د کوېټ د امیر په توګه وټاکل شو او عملاً پر دې هېواد حاکم شو. هغه مهال چې د کوېټ حکومت د جسمي کمزورۍ له امله د کوېټ مخکینی امیر شیخ سعد عبدالله له دندې ګوښه کړ، ټول په دې باور وو چې شیخ صباح به یې ځای ناستی شي او واک به ده ته ورسېږي؛ ځکه پراخ نفوذ یې درلود او تر دې وړاندې یې په بهرنیو چارو وزارت کې خپل لیاقت او کوېټ ته وفاداري ثابته کړې وه. شیخ سعد عبدالله له دې پېښې وروسته دوه اونۍ نور ژوندی و او بیا واک صباح احمد ته ولېږدول شو. شیخ صباح له دوو لسیزو راهیسې د زړه تکلیف درلود او د ځانګړې الکترونیکي وسیلې په مرسته یې د زړه ضربان او حرکات تنظیمېدل.
شیخ صباح د امیر احمد په کور کې په ۱۹۲۹ز کال کې وزیږېد. دی یې څلورم زوی و. د کوېټ په مبارکیه ښوونځي کې یې زده کړې پيل کړې. دا په کوېټ کې لومړنی جوړ شوی ښوونځی و، چې په ۱۹۱۱ز کال کې جوړ شو او د کوېټ د هغه وخت ډېری سیاسي مشران د همدې ښوونځي زده کوونکي وو. د دې تر څنګ یې پلار د دې پلوی و چې شیخ صباح باید ځانګړې زده کړې وکړي، یو ځانګړی استاد ولري او د نړۍ د هېوادونو له سیاسي جریان باید ځان خبر کړي. هغه ته یې د زده کړو تر څنګ زمینه برابره کړه چې ځینو هېوادونو ته سفرونه وکړي او د سیاست په اړه خپله مطالعه ډېره کړي. جابر له همدې سره سم د اروپايي او ډېرو اسیاسي هېوادونو تجربې ولیدې، د دوی د سیاست څرنګوالی یې تر نظر تېر کړ او غوښتل یې له تجربو په استفادې د خپل هېواد لپاره کار وکړي. لږ وروسته یې له پلار سره چې له ۱۹۲۱ تر ۱۹۵۰ز کال پورې یې حکومت وکړ، دربار ته راغی. خپله لومړنۍ رسمي دنده یې په حکومت کې په ۱۹۵۴ز کال کې واخیسته او دا مهال یې پنځه ویشت کاله عمر درلود. دی له ۱۹۵۵ز کال تر ۱۹۶۱ز کال چې دا مهال کوېټ د برېټانیا له استعمار ووت، د حکومت د عالي هیئت غړی و. په ۱۹۶۳ز کال کې وروسته تر دې چې د یوه کال لپاره د اطلاعاتو وزیر و، د بهرنیو چارو وزارت ته لاړ او پوره څلوېښت کاله د کوېټ د بهرنیو چارو وزیر پاتې شو. دی یو تکړه ډیپلومات و او پوره څلوېښت کاله یې په بشپړه بریا د کوېټ د بهرنیو چارو د وزارت چارې سمبال کړې. هغه په نړۍ کې د یوه تکړه ډيپلومات په توګه مشهور شو او خورا پیاوړی و. دی د هغه هیئت مشر هم و، چې د لومړي ځل لپاره د کوېټ له هېواده د ملګرو ملتونو سازمان ته لاړ. دا لومړی ځل و چې کوېټ د ملګرو ملتونو د سازمان غړیتوب خپل کړی و او په عمومي اسامبلۍ کې یې هیئت د جابر په مشرۍ ګډون وکړ.
د شیخ صباح تګلاره داسې وه چې باید د عربو د دې شتمن خو واړه هېواد لپاره یې د نړۍ په کچه نږدې دوستان پیدا کړي وای. هغه له همدې امله له ډېرو هېوادونو سره د کوېټ د اړیکو جوړولو لپاره طرحې جوړې کړې او عملاً یې د خپل هېواد د ثبات او نړیوال هویت د ټینګولو لپاره کار کاوه. ده د ډېرو هېوادونو له مشرانو سره لیده کاته لرل، د کوېټ او ایران تر منځ اړیکې ترینګلې وې، خو د شیخ صباح د تګلارې او سیاست له لارې عادي او سمې شوې. نوموړي د دې اړیکو په جوړولو کې خورا اغېزناک رول درلود. په ۱۹۹۰ز کال کې چې صدام پر کوېټ برید وکړ، نو همدا شیخ صباح و چې د نړیوالو پام یې د کوېټ ژغورلو ته واړاوه، لابي یې وکړه، له نړیوالو یې د نظامي مرستې غوښتنه وکړه او په دې بریالی شو چې کوېټ د صدام له بریده وژغوري.
وروسته له دې چې په ۲۰۰۱ز کال کې د شیخ جابر ورور سکته وکړه او ومړ، نو شیخ صباح به پخپله د ملګرو ملتونو کلنیو غونډو ته تللو او ویناوې به یې کولې. شیخ صباح نه یوازې دا چې د کوېټ د بهرنیو چارو په تنظیم کې خورا مخکښ او بریالی و، بلکې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې یې هم فعال رول درلود او کارونه یې د ستاینې وړ وو.
د ۱۹۷۸ز کال په فبرورۍ کې شیخ جابر د درېیم صباح پر ځای واک ته ورسېد. شیخ صباح دا مهال هم د بهرنیو چارو وزیر و او هم د لومړي وزیر مرستیال و. دا څوکۍ یې یوازې د لنډې مودې لپاره هغه مهال پرېښوه، چې په خلیج کې لومړنۍ جګړه وشوه، تر هغې وروسته بیا تر ۲۰۰۳ز کال پورې د لومړي وزیر مرستیال و. د همدې کال په جولای کې چې د شیخ جابر روغتیايي وضعیت مخ په خرابېدو و او ولیعهد یې شیخ سعد هم د ډاډ وړ وضعیت نه درلود، نو شیخ جابر د یوه تاریخي فرمان له لارې د ولیعهد او لومړي وزیر څوکۍ بېلې کړې. دا مهال به ولیعهد لومړی وزیر هم و، خو شیخ جابر دا څوکۍ سره بېلې کړې او شیخ صباح یې د کوېټ لومړی وزیر وټاکه.
په دې سره شیخ صباح د پراخو صلاحیتونو خاوند شو. هغه اصلاح غوښتونکی شخصیت و، نو له ټولو صلاحیتونو په استفادې یې د شیخ جابر د اصلاحي برنامو عملي کولو ته مخه کړه. دې ده د واکمنۍ پر مهال و چې د کوېټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د وزارت مقام ته ورسېده. په همدې وخت کې د هغو وسلهوالو ډلو ځپل هم پيل شول چې د حکومت او ځينو شخصیتونو پر ضد یې فعالیتونه کول او د کوېټ ثبات ته یې خطر جوړ کړی و. د ښوونځيو او دیني مدرسو درسي نصاب بدل شو او انسان دوستۍ، متقابل احترام او بشرپالنې ته پکې ډېره پاملرنه وشوه. د کلونو په تېرېدو شیخ صباح په کوېټ کې د اصلاحاتو او مډرنې حکومتولۍ لړۍ ته ادامه ورکړه او ورو ورو شیخ صباح په عربي هېوادونو کې د غربي هېوادونو په تر ټولو نږدې ملګري بدل شو. ده د کوېټ لپاره واضح سیاسي تګلاره وټاکله او د همدې تګلارې پر بنسټ یې له هېوادونو سره د اړیکو د پاللو لپاره هڅې پيل کړې. هغه له غربیانو سره دومره نږدې شو، چې په ۲۰۰۳ز کال کې یې امریکایانو ته پر عراق د برید لپاره د کوېټ د خاورې کارولو اجازه ورکړه. امریکایانو هغه مهال په کوېټ کې سترې نظامي اډې جوړې کړې چې په عراق کې یې د یوې خونړۍ او شدیدې جګړې لپاره کارولې. هغه مهال ګومان کېده چې عراق اټومي وسلې لري او امریکا په همدې بهانه پر عراق برید وکړ، نو کوېټ ته د هر راز خطر جوړېدو احتمال و، خو کوېټ له امریکا سره دا هر څه منلي وو. اوس هم ډېر امریکایي عسکر په ځینو نظامي اډو کې په کوېټ او قطر کې حضور لري. کوېټ د ټولې نړۍ د تېلو لس سلنه سرچینې په واک کې لري، نو د شیخ صباح یو مسوولیت له دغو سرچینو د سمې استفادې مدیریت و. شیخ صباح د کوېټ د تېلو د عالي شورا مشر و او په دې برخه کې یې هم کارونه او فعالیتونه د پام وړ دي.
له دې سره هممهاله شیخ صباح هڅه وکړه چې د نړۍ د هېوادونو تر منځ د اړیکو په ښه کولو کې مرسته وکړي او بشریت ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي. هغه په نړۍ کې د خلکو او هېوادونو تر منځ د کشمکشونو د کمولو هڅه هم کوله. د بېلګې په توګه، د اسلامي همکاریو سازمان دی د هغه غونډې مشر وټاکه چې باید د بنګلدیش او پاکستان تر منځ یې ولاړه شوې ستونزه حل کړې وای. هغه مهال بنګلدیش نه و بېل شوی، د شیخ صباح په مشرۍ دې کمېټې بنګلدیش ته ازادي ورکړه او پر پاکستان یې هغه د یوه مستقل هېواد په توګه ومانه. د عرب لیګ له لوري د ډېرو هغو غونډو او ناستو مشر وټاکل شو، چې باید په لبنان کې یې سیاسي اختلافونه ختم کړي وای. د ایران او عراق جګړې په ختمولو کې یې برخه لرله او د متحده عربي اماراتو په رامنځ ته کېدو کې یې د پام وړ رول لوبولی دی. دا ټول هغه مسایل وو چې کوېټ یې په سیمه او نړۍ کې د باور وړ هېواد وګرځاوه. ملګرو ملتونو په پرله پسې توګه کوېټ او د کوېټ امیر د بشري حقونو د خوندیتابه په برخه کې وستایه او نړیوال مسوولیتونه یې وروسپارل. کوېټ د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې په ټوله نړۍ کې له همدې وروسته په بشري خدماتو کې د پام وړ رول ادا کاوه او د بشري ژوند د ښه کېدو لپاره یې د خیریه کارونو تر څنګ، د هغو فعالیتونو په تر سره کولو کې مهم رول لوباوه، چې د بشري ژوند او بشري مرستو په برخه کې په نړیواله کچه تر سره کېدل. د امیر صباح د حکومت پر مهال کوېټ د بېوزله اسلامي هېوادونو د پرمختګ لپاره د ډېرو نړیوالو کنفرانسونو کوربهتوب وکړ.
دا یوازې هغه کارونه نه وو چې شیخ صباح د کوېټ لپاره وکړل. هغه د علم، فرهنګ، ادبیاتو، ټکنالوژۍ او تېلو د استخراج په برخه کې پراخه پانګونه وکړه او هڅه یې دا وه چې کوېټ په ټولو یادو اړخونو کې خپل ځانګړی ځای ولري او پر هېچا متکي نه وي. هغه په علمي برخه کې د ښوونیزو، تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په پراختیا او وده کې د پام وړ کارونه تر سره کړي دي او له نورو هېوادونو سره یې علمي اړیکو ته په درنه سترګه کتل.
د شیخ صباح فعالیتونه په دوو برخو کې د اهمیت وړ دي چې یو یې ډيپلوماتیک او بل یې هم بشري خدمات دي. په ډيپلوماتیکه برخه کې یې د یوه رښتیني ډيپلومات دنده تر سره کوله او له کوېټ نیولې چې له نړیوالو سره یې اړیکې شوې، بیا تر نورو هېوادونو لکه پاکستان او بنګلدیش چې د ده په وخت کې یې ستونزه ختمه شوه، ټول هغه مهم کارونه دي چې شیخ صباح کړي دي. د بشري حقونو او بشري خدماتو په برخه کې هغه دومره مشهور نوم و چې ملګرو ملتونو به تل ستایه او په دې برخه کې د تر سره کېدونکو فعالیتونو لویه تکیه به پر کوېټ او امیر صباح کېده.
پر شیخ صباح یې هېواد ګران و. د ده په باور، کوېټ یوازې له یوې لارې دومره بریا ته رسېدلی او هغه د اتحاد او یووالي لار ده. نوموړي د پوځ پر پیاوړتیا ټینګار کاوه، خو د خلکو له همکارۍ پرته یې پوځ ناتوانه باله. ده به ویل، د هېواد هر وګړی سرتېری دی او هېڅ وګړی باید هغه کس ته په کوېټ کې د ناستې ولاړې اجازه ور نه کړي چې په دغه هېواد کې د نفاق، تخریب او تاوتریخوالي سبب ګرځي. شیخ صباح د کوېټي وګړو تر منځ ځانګړی محبوبیت درلود او د هغه ویناوې به خلکو په شوق اورېدې. نوموړي د تېلو استخراج، روغتونونو، پوهنتونو، مواصلاتي لارو، ترانسپورت، پلونو د رغولو او سمندري حمل او نقل په برخه کې په کوېټ کې سترې پروژې پيل کړې او پلې کړې دي چې په سیمه کې یې ساری نه لیدل کېږي. بالاخره د کوېټ د ملت دغه ستر خدمتګار د ۲۰۲۰ز کال د سپټمبر په ۲۹مه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. دې مسئلې د کوېټ خلک خواشیني کړل او د هغه مړینه یې د کوېټ لپاره ستره ضایعه وبلله.
شفیق امیرزی