د امریکا د کانګرس د استازو جرګې دوه تنه غړي په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي. دوی دواړه د کرونا ویروس د علایمو د لیدل کیدو وروسته د تیرې شنبې ورځې راهیسې په قرنطین کې دي. تر اوسه د تکزاس ایالت د جمهوري غوښتونکي سناتور تېد کروز په ګډون د امریکا د کانګرس ۱۴ غړو په خپلو کورونو کې ځانونه په خپله خوښه قرنطین کړي دي. د روغتیايي متخصصینو په وینا د کرونا ویروس د مشکوکو علایمو تر لیدل کېدو وروسته په کور کې قرنطین او استراحت او همداشان د ټولنیزو اړیکو پرېکول ددې ناروغۍ د درملنې او د خپرېدو د مخنیوي مهمې لارې چارې دي.