د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره شهزاد اکبر په هېواد کې پر روان تاوتریخوالي د جګړو پر دوام اندېښنه ښيي او وایي د جګړې ددوام عواقب به د افغانستان لپاره لا خطرناک او دردوونکي وي. نوموړې ویلي د جګړو دوام به افغانستان لا بېوزله، دردمن او نارامه کړي. اکبر پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د ملکي وګړو ژوند ته متوجه خطر له منځه یوسي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې هم د جګړو پر دوام او د تاوتریخوالي پر ډېرېدو جدي اندېښنه ښودلې وه او له ښکېلو لورو یې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې وه.