امریکا او ناټو په زابل کې د طالبانو لخوا د افغان سرتېرو وژل په کلکه غندلي، د سولې په درشل او د نوي کال په ورځ یې دغه کار ډیر بد او له شرمه ډک بللی دی. وسله والو طالبانو پرون سهار د زابل ولایت د کلات ښار اړونده سیمه کې د ملي اردو او پولیسو پر ګډې پوستې د یوه نفودي تن په همکارۍ برید کړی و، چې په ترڅ کې یې تر ۲۲ زیات سرتیري ووژل شول. په کابل کې د امریکا سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو دغه برید په کلکه غندل شوی دی او د افغان ځواکونو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي. د امریکا سفارت وایي چې د کرونا ویروس د وبا او د نوي کال د نوروز نمانځلو پر مهال دا ډول بریدونه ترسره کول ډیر قبیح او بد عمل دی. بلخوا په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي نیوکولاس کې هم دغه برید په کلکه غندلی دی.