د امریکا ولسمشر وایي تر راتلونکي کریسمس پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان وباسي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې تر راتلونکي کریسمس پورې به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي خو یوه وړه ډله سرتېري به د اړتیا په صورت کې د امریکا ماموریت مخ ته وړي. ټرمپ تر هغه وروسته دغه ټوېټ پیغامونه خپاره کړل چې د ملي امنیت سلاکار یې په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر کمولو په اړه څرګندونې وکړې. رابرت اوبراین ویلي وو چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر تر ۲۵۰۰ کسانو را ښکته کړل شي. امریکایي چارواکي داسې مهال په دوو میاشتو کې د ټولو سرتېرو د ایستلو په اړه خبره کوي چې له طالبانو سره د هوکړې له مخې دوی باید د ۲۰۲۱ز کال تر پایه خپل ټول سرتېري ایستلي وی.