د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره پر اوږدمهال امنیتي مشارکت ټیلفوني خبرې کړې دي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جناتن هافمن وویل، ایسپر د امریکا او طالبانو د سولې له هوکړې وروسته د افغانستان د پخلاینې په پروسه کې د پاکستان د ملاتړ ستاینه وکړه. د هافمن په وینا د ټیلفوني خبرو په ترڅ کې د امریکا دفاع وزیر د اوږد مهال دوه اړخیز امنیتي مشارکت په برخه کې د پاکستان له حکومت سره د پنټاګون د ژمنې پخلی وکړ.