د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ویروس له امله له لسو زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د شمېرو له مخې ټولټال ۲۵۰ زره کسان په دې ویروس اخته دي چې ویل کیږي ۸۰ زره خلک ترې روغ شوي دي. د دې ویروس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد ايټاليا دی چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲۷ کسان په کې مړه شوي، له دې سره په ايټاليا کې د ټولو مړینو شمېر ۴۰۳۲ ته رسېږي. له ايټاليا او چين وروسته دغه ویروس ايران ډېر ځپلی دی، د دغه هېواد د روغتيا چارواکي وايي په ايران کې ۱۹ زره کسان په کرونا ناروغۍ اخته دي او ټولټال ۱۴۳۳ کسان ترې مړه شوي دي، چې يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.