د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانون د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سپورت کول اړین بللی او ویلي یې دي، چې د نشه یي توکو له کارولو دې ډډه وشي. ادهانون ویلي سالم خواړه وخورئ چې د معافیت په سیسټم کې مرسته کوي. نوموړي ویلي، سګرټ څکول د ناروغیو د زیاتوالي سبب ګرځي. ادهانون ویلي، په ورځ کې نیم ساعت باید سپورت ته ځانګړی کړی. نوموړي ویلي، چې اوسمهال له دغه ویروس څخه ټول په ویره کې دي، نو ښه ده چې خوړو، سپورت او پاکوالي ته ډېر پام وشي.