افغان ځواکونو د ملکي وګړو په ګډون ۴۳ امنیتي سرتېري د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي دي. د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، تېره شپه د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د اپراتیفي فعالیتونو په پایله کې د څو تنو ملکي کسانو په ګډون د دفاعي او امنیتي ځواکونو ۴۳ تنه سرتیري د طالبانو له زندان څخه راخوشې شوي دي. د یاد وزارت په خبره، د ۴۳ تنو له ډلې، د ۴ ملکي کسانو په ګډون ۲۰ تنه قلات ښار ته لېږدول شوي او پاتې نور د زابل ولایت په نورو سیمو کې له افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یوځای شوي دي. دفاع زارت وایي، راخوشې شویو سرتیرو ژمنه کړې چې د خلکو د ځان او مال د دفاع په موخه به بیرته د افغان ځواکونو په لیکو کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.