په ایران کې افغان سفیر عبد الغفور لېوال ویلي ایراني چارواکو په دې هېواد کې په کرونا وېروس د اخته افغانانو دقیق یا اټکلي شمېر نه دی ورکړی. لېوال وايي، په ایران کې د کرونا وېروس له کبله د مړو شویو افغانانو هغه شمېر هم لا تایید شوی نه دی چې په ځینو رسنیو کې خپور شوی. د لیوال په خبره ایراني چارواکو ډاډ ورکړی چې په ایران کې په کرونا وېروس د اخته کسانو ازموینه کې د مور او مېرې چلند نه کوي. نوموړي د افغانانو د ایستلو په اړه هم وویل، چې ایران د امکاناتو د کموالي له امله افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي. ایراني چارواکو ویلي، د افغانانو ایستل یې ځکه پیل کړي، چې په دې هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو د ساتلو لپاره کافي کمپونه نه لري او په افغانانو کې د کرونا وېروس د خپرېدو وېره ډېره ده.