نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو راپور په خپرولو سره له افغانستان او عراق څخه د ځواکونو ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبره، انتخاباتي شعار بللی دی. نیویارک ټایمز د منځنۍ اسیا د چارو شنونکي ډانا سټرول له قوله ویلي، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او ټرمپ په کور دننه ډېرو ننګونو سره مخ دی، له افغانستان او عراق څخه د ځواکونو وتلو په اړه تودې خبرې کوي او له دې داسې ښکاري چې ټرمپ د تل په څېر یو ځل بیا د خپلو خلکو د غولولو لپاره دا څرګندونې کوي چې تر ډېره عملي نه ښکاري. هغه زیاته کړې، امریکا چې په افغانستان کې یې د ټریلیونونه ډالرو لګښت ترڅنګ په دغه هېواد کې ستره قرباني ورکړې ده، فکر نه کوي چې د سپینې ماڼۍ سیاست جوړونکي دې نوموړي ته د افغانستان په څېر ستراتیژیکې سیمې پرېښودو اجازه ورکړي. هغه ویلي، ټرمپ هڅه کوي په دې ډول څرګندونو ځان خپلو وګړو ته وفادار معرفي کړي او په راتلونکو ټاکنو کې د خپلو رایو تله درنه کړي.