افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو لړۍ پیل کړې ده. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د امریکا او قطر په هڅو افغان چارواکو له طالب استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. خلیلزاد وایي دغه خبرې تر دوو ساعتونو ډېرې اوږدې شوې دي او په هغه کې د زندانیانو پر خلاصون، دایمي اوربند، بین الافغاني خبرو، د جګړو او تاوتریخوالي پر کمېدو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي. دده په خبره همدا راز توافق شوی دی چې دوه ورځې وروسته به بیا هم ددواړو لورو ترمنځ خبرې کېږي. نوموړي دا نه دي ویلي چې په دې خبرو کې د طالبانو او افغان حکومت له لوري چا برخه اخیستې وه خو دا یې یو ګټور او مثبت ګام بللی دی. بلخوا د افغانستان د امنیت شورا هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له طالبانو سره خبرې شوې دي او د تاوتریخوالي په کمولو، د زندانیانو پر خلاصون او دایمي اوربند بحثونه شوي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بیا وایي چې په دې ویډیويي مکالمه کې یوازې او یوازې د بندیانو پر خوشي کولو خبرې شوې دي او پر نورو مواردو په بین الافغاني خبرو کې بحثونه کېږي.