ټرمپ له کرونا سره د مبارزې او زیانمنو سره د همکارۍ لپاره له کانګرس د یو تریلیون ډالرو د پلان تایید غوښتی دی. ټرمپ ویلي دی غواړي په امریکا کې رامنځ ته شوی اقتصادي بحران په دې پیسو مدیریت کړي. دمګړی په امریکا کې کاروبارونه سقوط شوي، وړو شرکتونو پر خپلو کارکوونکو معاشونه بند کړي، هوايي شرکتونه زیانمن شوي او میلیونونه خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. ټرمپ له کانګرس غوښتی چې یو تریلیون ډالري پلان یې تایید کړي. دده په خبره له دې پیسو پنځه سوه میلیارده ډالر په دوو پړاوونو کې امریکایي وګړو ته د مرستې په بڼه ورکول کېږي. ۳۰۰ میلیارده ډالر به کوچنیو سوداګرو او پنځوس میلیارده ډالر به زیانمنو شوو هوايي شرکتونو ته ورکول کېږي. په ورته وخت کې د کانګریس ځينې غړي وایي، ټرمپ دې له دې ناورین کمپایني ګټه نه اخلي، بلکې پر عملي او ګټورو لارو چارو دې فکر وکړي.