د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله به راتلونکې اونۍ ایران ته ځي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس ایران ته درې ورځنی سفر لري. له نوموړي سره په دې سفر کې د ملي مصالحې عالي شورا غړي، د ولسي جرګې غړي، د کابیني غړي او نور چارواکي سفر کوي. هغه به د ایران له ولسمشر حسن روحاني او نورو چارواکو سره وګوري. د سفر عمده موخه د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع پیاوړي کول او ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پراخول ښودل شوي دي.