عامې روغتیا وزارت وایي حکومت او خلک یې سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي. د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ویاند وحیدالله مایار په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې حکومت یې د سیاسي او سلیقوي چلند له امله سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي او په خبره یې که وضعیت همداسې روان وي په هېواد کې به یوه ستره فاجعه رامنځ ته شي. مایار وایي، حکومت ته په کار وه چې په لویو ښارونو کې یې په تګ راتګ بندیز لګولی وی، د عامې روغتیا وزارت بیا بیا دغه غوښتنه کړې خو حکومت یې سپارښتنو او غوښتنو ته پام نه دی کړی. عامې روغتیا وزارت وایي دوی خپل مسوولیت ادا کړی دی خو حکومت او خلک همکاري نه کوي چې له همدې امله ښایي په راتلونکو دوو اونیو کې په افغانستان کې د کرونا له امله ستر بحران رامنځ ته شي. نوموړي یو ځل بیا له خلکو غوښتنه وکړه چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او له بېځایه تګ راتګ ډډه وکړي.