د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو کورنیو چارو په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ټولشمول حکومت پر جوړولو ټینګار کړی او د افغانستان د ولسمشرۍ پر تېرو ټاکنو نیوکې کړې وې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د ایران د یادو څرګندونو په غبرګون کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان او ایران پراخېدونکې، ګډې تاریخي، دیني او فرهنګي اړیکې لري. په خبرپاڼه کې راغلي، له دغو مواصفاتو سره سره هیله نه کېده چې د ایران حکومت د افغانستان د داخلي قضایاوو او مسایلو په اړه دا ډول سطحي نظر ولري.