په غور کې د موټربم برید له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچینو رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې لس کسه وژل شوي او شل نور ټپیان دي. د غور ولایت مقام رسنیو ته پېښه تایید کړې خو وایي د تلفاتو په اړه به وروستي معلومات وروسته شریک کړي. سرچینه وايي چې چاودنه د امنیه قومندانۍ د ودانۍ شا ته شوې ده او هلته د ښځو چارو ریاست هم دی چې ویل کېږي سخت زیانمن شوی دی.