د روغتیا نړیوال سازمان وايي کرونا ویروس لا هم د نړۍ په کچه د پراختیا په حال کې دی. ددغه ادارې په خبره په لومړي سر کې د کرونا ویروس په ۶۷ ورځو کې سل زره ته ورسېد، خو یوازې په ۱۱ ورځو کې دا شمېره دوه برابره شوه او یوازې په څلورو نورو ورځو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۳۰۰ زره واوښت. ددغه سازمان د چارواکو په خبره دمګړی په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۳۵۰ زره اوښتی دی او تر ۱۵ زره ډېر خلک یې وژلي دي. یاد سازمان وایي لا هم ددغه ویروس د کنټرول امکان شته دی او ټولو هېوادونو ته په کار ده چې پر وړاندې یې جدي مبارزه وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان پر خلکو هم غږ کړی چې د خپلو حکومتونو او روغتیایي کارکوونکو سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او ددغه ویروس پر ضد روانه مبارزه کې همکاري وکړي.