انتونیو ګوتریش په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د پراختیا په حال کې دی او تر څنګ یې د نړۍ په ډېرو برخو کې خونړۍ جګړې هم روانې دي. نوموړي پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او اوربند وکړي. دده په وینا کرونا ملت، ژبه، فرهنګ، دین او مذهب نه پېژني او د هر چا ژوند ته خطر پېښوي. ده پر ټولو نړیوالو غږ کړی چې ددغه بحران پر وړاندې سره یو لاس شي او د بشریت ژوند ته متوجه خطر له منځه یوسي. د ګوتریش په خبره د کرونا ویروس تر ټولو ډېر زیان به هغه خلکو ته واوړي چې همدا اوس له جګړو او فقر ځورېږي.