د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته؛ دا هېواد په رښتیا د کورنیو جګړو له ګواښ سره مخ کېدلی شي. محب په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې افغان دولت هم سولې او هم جګړې ته چمتوالی نیسي او په ټول توان په دې هڅه کې دی چې د کورنیو جګړو مخنیوی وکړي. هغه زیاته کړې، د جګړې په ډګر له افغان ځواکونو د امریکا هوایي ملاتړ خورا مهم دی. محب دغه راز ویلي، افغان دولت د مذاکراتو د پرمختګ لپاره پوره هڅه کوي او له طالبانو هم غواړي چې په صادقانه ډول خبرې مخته یوسي. نوموړي دغه راز پر طالبانو تور پورې کړی دی چې ګوندې دا ډله غواړي افغانان یې حاکمیت ته تسلیم شي.