د رسنیو د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو په بهارک ولسوالۍ کې د تخار د امنیت پر آمر راز محمد دور اندیش برید کړی دی او هغه یې له خپلو څو ساتونکو سره وژلی دی. د تخار ځایي چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې ده او په خبره یې نوموړی له خپلو څو ساتونکو سره د طالبانو په برید کې وژل شوی دی. راز محمد په تخار ولایت کې له زړه ورو امنیتي منصوبینو ګڼل کېده چې په ځلونو یې د مرکزي حکومت له لوري چارې ستایل شوې هم دي. بلخوا تېره ورځ ناوخته بیا د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې هم پر امنیتي ځواکونو موټربم برید شوی دی چې درې سرتېري پکې ټپیان شوي دي. افغان چارواکي یې مسوول وسله وال طالبان بولي.