د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، ایران کې د کرونا له امله د قربانیانو شمېر مخ په کمېدو دی. هغه زیاته کړې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روغتونونو کې د دې ویروس مثبتې پېښې کمې ثبت شوې او کم شمېر خلکو روغتونونو ته مراجعه کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د زندانیانو د رخصتۍ مرحله یې هم پنځلس ورځې اوږده کړې ده او ټول ایرانیان باید د دې ویروس د لا پراختیا مخنیوي لپاره وقایوي سپارښتنې عملي کړي او د ګڼه ګوڼې ځایونو ته له ورتګه ډډه وکړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې یو لوړپوړي ایراني چارواکي عبدالکریم حسین زاده حسن روحاني څخه د یو لیک په ترڅ کې د دې ویروس د مدیریت لپاره په ټول ایران کې د بېړني حالت اعلانولو غوښتنه کړې ده خو روحاني ویلي چې اوسمهال د دې کار اړتیا نه ویني.