په اسراییل کې له ګرځبندیز سره سره په دغه هېواد کې پر کرونا ناروغي د اخته کسانو شمېر مخ په لوړېدو دی. د یاد هېواد لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، ممکن د دې ناوړه ناروغي له امله لس زره اسراییلي وګړي مړه او تر یو میلیون ډېر کسان ورباندې اخته شي. د جرازالم پوسټ ورځپاڼې په حواله، نوموړي ویلي، ښایي په یوه میاشت کې په اسراییل کې د کرونا ویروس یو میلیون مثبتې پېښې ثبت او له ډلې یې لس زره کسان ووژل شي. په ورته وخت کې د اسراییل د روغتیا وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۲۱۴ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي چې ورسره پر دې ناروغي د اخته کسانو شمېر ۱۶۵۶ ته پورته شوی دی.