د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله راوتلیو سلابونو دوه کسان مړه کړي او تر ۱۵۰ ډېر کورونه یې ویجاړ کړي دي. د فراه د والي ویاند فاروق بارکزی وایي چې دا سیلابونه د دغه ولایت په خاک سفیر ولسوالۍ کې راوتلي چې له امله یې دوه کسان مړه شوي دي. هغه زیاته کړې، دې سیلابونو ۱۵۰ کورونه هم نړولي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي. د نوموړي په وینا، که څه هم دا ولسوالي د طالبانو تر واک لاندې ده خو د بهرنیو مرستندویانو په همکارۍ اړینې مرستې وراستول شوې دي.