په لنډه موده کې څو افغان چارواکو او سیاستوالو هند او پاکستان ته سفرونه کړي او په ظاهره یې د دغو هېوادونو له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ولسي جرګې رییس او ځینې وکیلان پاکستان ته تللي دي. بلخوا بیا عبدالله عبدالله، جنرال دوستم او عطامحمد نور هند ته تللي دي. دوی ټولو د دغو هېوادونو له رسمي چارواکو سره لیدلي دي او ویل شوي چې پر افغان سوله یې خبرې کړې دي.
پوښتنه دا ده چې د دغو سفرونو اصلي موخه څه ده او څه پایلې به ولري؟
په افغانستان کې د تېرو نولسو کلونو جګړې د هند او پاکستان د نیابتي جګړې رنګ او بوی لاره او اوس چې خبره د سولې هم ده، نو دواړه هېوادونه یو له بل سره بیخي متضاد دریځونه لري. امریکا د سولې روانه پروسه د پاکستان په مرسته او خوښه روانه کړې ده. پاکستان پر دې پروسه خوشاله دی او داسې ښکاري چې له دې امله له امریکا سره په ژوره معامله کې ښکېل دی. هند بیا له روانې سولې ناراضه دی او فکر کوي چې پاکستان پکې دخیل دی او هند یو مخ ترې ایستل شوی دی. د سولې له دې پروسې سره هند فکر کوي چې طالبان واکمنېږي او په افغانستان کې د پاکستان رول زیاتیږي. هندي چارواکي وېرېږي چې نه یوازې د تېرو ۱۹ کلونو پانګونه یې په اوبو لاهو کېږي، بلکې افغانستان یې یو مخ له لاسه وځي. د دې تر څنګ، هند فکر کوي چې که په افغانستان کې هغه جګړه ودرېږي، چې پاکستان پکې دخیل دی، نو پاکستان به پیاوړی شي او بیا به پاکستان د افغانستان پر ځای پر کشمیر او هند تمرکز کوي.
هند او پاکستان دواړه په افغانستان کې خپل متحدین او یا لاسپوڅي لري. دواړه غواړي چې د خپلو لاسپوڅو پر مټ په افغانستان کې خپلې موخې تعقیب کړي. هند ته د دوستم او عطامحمد نور ورتګ ښايي د سولې پر وړاندې د ممکنه عملي خنډ او د جګړې د دوام له پروګرام سره تړلي وي، ځکه چې ادعا شوې د هند په مرسته د افغانستان په هغو سیمو کې وسلې ویشل کېږي او ملیشې جوړیږي چې دوستم او نور پکې نفوذ لري. له بله اړخه پاکستان له طالبانو سره خپله معامله لري، د دې تر څنګ نورې لارې هم د فشار او خپلو موخو لپاره کاروي. ځینې سیاستوال او چارواکي خو داسې هم ښکاري چې له هند څخه پاکستان ته خپله سیاسي قبله بدلوي او هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې د پاکستان لاره تعقیب کړي، څو په راتلونکې کې هم په واک او حکومت کې شریکان وي. له همدې امله پاکستان او هند ته ګرم سفرونه دي او ښايي دا سفرونه همداسې دوام وکړي.
د دغو سفرونو پایلې به ځکه ښې نه وي چې ورسره دلته د دغو دواړو هېوادونو سیالي زیاتیږي، د نیابتي جګړې د دوام هڅې زیاتیږي او د دې تر څنګ، د سولې په چاره کې به هم د ځینو سیاستوالو او چارواکو دریځ او هلې ځلې د افغانستان د ګټو پر ځای د هند یا پاکستان د خوشالۍ لپاره وي. له همدې امله دا سفرونه د افغانستان په خیر نه دي او پکار ده چې ډډه ترې وشي.