یاد کتاب د نړیوال سیاست په برخه کې د هېوادونو ترمنځ د ارضي ستونزو په اړه بحث کوي. د کتاب لیکوال برېټانوی ژورنالیست ټېم مارشال دی چې یاد کتاب یې په ۲۰۱۵ کال کې لیکلی و او تازه پښتو ژبې ته عدنان نجیبي ژباړلی او اکسوس، چاپ او بازار ته وړاندې کړی دی.
ټول کتاب ۲۹۴ مخونه لري او په لسو څپرکو کې تنظیم شوی دی.
په ټوله کې لیکوال هڅه کړې چې دغه پوښتنو ته ځواب ومومي؛ امریکا ولې لوی قدرت او ثروت پیدا کړ؟، ایا د امریکا سقوط حتمي دی؟، د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو لامل څه دی؟، ولې پاکستان افغانستان ارام نه پرېږدي؟، ولې اروپا پرمختللې خو متحده کېدای نشي؟، د کوریاوو مسئله څه ده؟، جاپان څنګه وتوانېد چې د اسیا اکثریت جزیرې خپلې کړي؟، چین څه غواړي؟، شتمنه افریقا ولې نېستمنه ده؟، په خلیج کې روسیه څه غواړي؟، ایا د نړۍ نقشه بیا بدلون مومي؟، او د منځني ختیځ او ایران معضله څه ده؟، څوک له چا څه غواړي؟
دا کتاب همدغه موضوعات ته په تحقیق او تحلیل سره ځواب وایي.