په هلمند، غزني او ځینو نورو سیمو کې له هوايي بریدونو وروسته امریکايي ځواکونو په وردګو کې هم هوايي برید کړی دی. امریکايي ځواکونه وايي چې برید یې پر طالبانو کړی او پینځه طالبان یې وژلي دي، خو سیمهییز خلک او د وردګو د ولایتي شورا غړي بیا وايي چې په برید کې درې ماشومان شهیدان شوي دي. طالبانو پخوا دغو بریدونو ته په غبرګون کې دا چاره د دوحې د هوکړې نقض بللی و او ویلي یې وو چې د دغه ډول پېښو د تکرار د پایلو مسوولیت به د امریکايي اړخ پر غاړه وي. امریکايي ځواکونو د طالبانو دغو خبرو ته په غبرګون کې ویلي وو چې دا بریدونه د دوحې له هوکړې سره سم دي او دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وروستي برید ته په غبرګون کې بیا هم ویلي چې امریکایانو د ملکيانو کورونه په نښه کړي او په دې توګه یې د دوحې له هوکړې سرغړونه کړې ده.
د دغو بریدونو دوام له دوو اړخونو د اندېښنې وړ دي. لومړی دا چې د بریدونو لویه برخه قربانیان بیا هم ملکي وګړي دي. پخوا هم د امریکا په هوايي بریدونو کې ډېر ملکي وګړي وژل شوي وو او که دا بریدونه دوام کوي، بیا به هم پکې ملکي وګړي وژل کېږي. له همدې امله خلک اندېښمن دي چې بېرته د بمباریو وخت ته ور ونه ګرځي. دویم دا چې د دغو بریدونو دوام به د دوحې هوکړې ته زیان ورسوي. که څه هم تر اوسه پورې دغو بریدونو ته د طالبانو غبرګون د تمې خلاف ډېر نرم او سوړ دی، خو که دا بریدونه دوام کوي، طالبان به د خپلو جنګیالیو او خلکو تر فشار لاندې راشي او اړ به شي چې تر دې توند او جدي غبرګون وښيي. تر اوسه پورې خو طالبان یوازې دا چاره د دوحې د هوکړې سرغړونه ګڼي، خو که دوام وکړي وروسته ښايي دوی هم د هوکړې د نقض ګواښ وکړي او که خبره بیا هم حل نه شي، ښايي طالبان هم د دوحې هوکړه په عملي ډول نقض کړي، چې په دې سره به د اوسنۍ سولې بنسټ ولړزیږي. که څه هم نه امریکا او نه هم طالبان اوس دا غواړي چې د دوحې هوکړه له ستونزو سره مخ شي او یا هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شي، خو که د هوايي بریدونو مسئله همداسې دوام وکړي او یا تر دې زیاته شي، نو د دې شونتیا شته چې د دوحې هوکړې ته زیان ورسیږي.
د هوايي بریدونو مسئله باید جدي وګڼل شي. طالبان هم باید په دې اړه له امریکا سره جدي خبرې وکړي؛ ځکه چې دوام یې منفي پایلې لري. که طالبان د دوحې له هوکړې سرغړونه کوي او داسې څه کوي چې بیا امریکا د هوايي بریدونو حق پیدا کوي، نو پکار ده چې طالبان دا کار ودروي او که امریکا د دوحې د هوکړې خلاف هوايي بریدونه کوي، نو بیا باید دا بریدونه ونه کړي او پرې نه ږدي چې د دوحې هوکړه له ستونزو سره مخ شي او افغانستان بېرته د جګړې پخواني حالت ته ور وګرځي.