د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د سکهـ لږکیو پر عبادتځای ننی برید په کلکو ټکو غندلی دی. د حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر له لوري خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، پخوانی ولسمشر په کابل کې د اهل هنود او سیکانو پر درمسال ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي. سرچینه کاږي، کرزی د افغانانو وژنه هغه که په هر عنوان او د هر چا له لوري وي ښکاره بشري ضد جنایت او د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بولي. د سرچینې په خبره، پخوانی ولسمشر په یاده پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره په غم کې شریک دی او د دې غمجنې پېښې د قربانیانو کورینو ته د خپلې خواشینۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي.