امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته او وژل شویو کسانو شمېر په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې دی. د وروستیو راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۷۰۰۰ نور ورباندې اخته شوي دي. په ورته وخت کې پر دې ناروغي د امریکایي نظامیانو شمېر هم زیات شوی دی. د هیل مجلې د امریکا د دفاع وزارت په حواله ویلي چې په کرونا ویروس د اخته نظامیانو او له هغوی سره د تړاو لرونکو کسانو شمېر هم ۳۲۱ ته پورته شوی دی. د یاد وزارت په خبره، په دغه ډله کې ۱۷۴ نظاميان، ۵۹ غیر نظاميان، ۶۱ د نظامیانو د کورنۍ غړي او ۲۷ هغه یې تقاعد شوي کسان دي. د یادونې ده چې په امریکا کې د کرونا له امله ټولټال ۷۷۱ کسان وژل شوي او تر ۵۳۰۰۵ ډېر کسان ورباندې اخته شوي دي.