تر ایټالیا وروسته د کرونا ویروس له امله د هسپانیا تلفات هم تر چین واوښتل. دا دویم هیواد دی چې چین شاته کوي. د وروستیو معلوماتو له مخې، هسپانیا کې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر۳۴۳۴ ته پورته شوی دی. دغه راز په دغه هېواد کې تر اوسه پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۷۶۱۰ ته رسېدلی دی او ۵۳۶۷ نور بیا تر درملنې وروسته رغېدلي او له روغتونونو رخصت شوي دي. په ورته وخت کې ایټالیا کې بیا د همدې ناوړه ساري ناروغي له امله د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه اووه زرو ته رسېدلی دی.