ملګري ملتونه وایي د روانې میاشت په ۲۵ ورځو کې تر سلو پورې ملکیان په جګړه کې وژل شوي دي. یونما په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د مارچ میاشتې له پیله تر ۲۵مې نېټې پورې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله ۱۰۰ ملکیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. ملګرو ملتونو پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم کړي. سرچینه کاږي چې ډېره مرګ ژوبله داعش او طالبانو اړولې خو د افغان ځواکونو په بریدونو کې هم ملکي تلفات شته دي. بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم د پروني برید د غندلو تر څنګ پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره جګړه ودروي او پر یوه اوربند سره سلا شي.